روره پوليس سره ګرانه ده
پرون سٖحر زه د يونيورسټې نه واپس روان ووم چې پوليس په تهکال کښې را ايسار کړم۔ او رانه ې د موټر سائکل نمبر پليټ باره کښې پښتنه اوکږه۔چونکه ما موټر سائيکل لګه موده مخکښي نوے اغستے دے نو د هغي وجې نمبر پليټ په ځائے پري اپلائيډکاغذ لګيدلے دے چي مطلب ې دا دے چي نمبر پليټ د پاره داخله شوي ده ۔۔۔ د ډير بحث نه پس ې اووې چې چالان درکوم، ما وئيل بلکل ته ګاډے چالان که زه به پري د کچهرو نه ليکل راوړم بيا به ې درنه واپس بوزم۔۔۔ دا خبره په پوليس والا کوم چې په ناکه موجود وو ښه او نه لګيده او زه ې هم حوالات کښي بند کړم چي پنځه ګينټې پس د تيمورکمال په ضمانت باندې راخلاص شوم، ولې هيڅ څه پرچه راباندي هم نه وه کټ شوي د هغي باوجود ې اويل چي صيا 8:00 بجي راشه چي کورټ ته دي پيشي اوکو۔ سحر چي 8:00 بجي لاړم نو راته ي اووي چي ته کينه زه ستا کيس تياروم او ايف ائي آر ي درج کول شروع کړل چي پکښي ئي اوليکل چي پرون مو په انتهائي تيز رفتارۍ دا ملزم ډير په هنر قابو کو چې د عوامي يو غټ نقصان سبب جوړيدے شو۔اوبيا ئي زه په ټيکسي کښې کورټ ته روان کړم چي د هغې 200 روپۍکرايه ئي هم په ما ورکه۔
کچهرو ته چي څنګه اورسيدم هغه پوليس والا رانه 120 روپۍ واغستي او اقبال جرم فارم ئي بغير د څه تپوس پښتنې راواغستو اومجسټريټ دفتر سره نزدي بل دفتر کښې ئي پرې زما نوم او نور معلومات اوليکل او راته ئي اووي چي په دي دستخط اوکه او قيصه ختمه که چې زي کور ته روژه ده۔
البته خير په دي کښې وو چي ما خپل ناکرده جرم تسليم کړے وو۔ چي لګ وخت تير شو پيشۍ د پاره زما نوم واغستلے شو چي ورنزدې شوم د جج دفتر ګيټ کښې ولاړ چپړاسي رانه د 1000 روپو جرماني مطالبه اوکه چي په انکار ئي راته اووي چي که نه ورکے چي وارنټ تيار کو ستا په نوم، ما وئيل زه جج سره ملاويدل غواړم نو راته يئ اووي چي نور هم ډير خلک ولاړ دي صرف ته نه ئي۔۔۔ وخت به نه خرابےاو که دي کور ته د تلو زړه وي نو پيسي راکه چې رسيد درته کټ کم۔
مجبوراََ مي پيسي ورکي او واپس بيا په ۱۵۰ روپئ مي هغه پوليس والا له ټېکسي اوکه او تهانړي ته ئي راوستم او موټر سائيکل ئي را په حواله کو وۍ زه اوس پري سري سترګي ګرزه۔
محرر ته مي ويئل صيبه! يو پښتنه درنه کوم چي پرون مو ولي پرچه نه کټ کوله او نن مو د يو جرم په ځائے بل ولي اوليکلو نو په جواب کښې راته وائي
"زه زه په هر څه ځان مه پويوه"
او دغه رنګ ئي بغير د څه جرمه 1470 روپو کښي هم راوستم او پوره دوه ورځي ئي راله هيس بيسه ځايه کړي۔۔۔
(دا لانديني تصوير د جج له اړخه ملاؤ شوي رسيد دے کوم چې ماسره يو بل بدنصيبه ته په شريکه ملاؤ شو، ولې د هغۀ نوم پري نشته، د هغۀ نوم محمد امين وو او يونيورسټي کي په يونيورسټي فوډ کي ئي تنور دے)
No comments:
Post a Comment